د بلخ والي او د پوهنې رئیس د ياد ولایت له فیض عام دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۱:۱۸
123

 د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خېل سره په ګډه په مزارشریف ښار کې د فیض عام دارالعلوم د ودانيزو او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
 په دې کتنه کې د بلخ والي او د پوهنې رئیس د ياد دارالعلوم له مهتمم او زده کوونکو سره  مفصلې خبرې وکړي او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې مطرح کړل.
د دارالعلوم مسؤل شیخ مولوي عبدالحکیم هیئت ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: د فيض عام دارالعلوم په ۱۳۶۹ کال کې تاسیس شوی او له لومړۍ څخه تر لويې دورې زده کوونکي لري.
 هغه زیاته کړه؛  اوس مهال په دغه دارالعلوم کې ۳۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او  یو موزیم او کتابتون هم لري.
 ورپسې د بلخ والي د زده کوونکو لپاره د ښوونیزو اسانتياؤ د برابرولو د هرکلي په ترڅ کې د دیني بنسټونو پر اهمیت او د ټولنې په اصلاح کې د علماؤ د رول په اړه خبرې وکړې.
ور پسې د بلخ والی د زده کوونکو لپاره د ښوونیزو اسانتیاؤ د برابرولو د هرکلي  تر څنګ په ټولنه کې د علماؤ او دیني بنسټونو پر اهمیت هر اړخیزه تفصیلي خبر وکړي.
 نوموړي په دې برخه کې د بلخ د پوهنې ریاست څخه د ماشومانو د ښوونې  او روزنې ، په ځانګړې توګه بې سرپرسته ماشومانو د زده کړو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه. 
 په پای کې د پوهنې رئيس د بلخ ولایت ښوونیز وضعیت ته  د دغه ولایت د رهبرۍ له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS