د پلټنې عالي ادارې د خپلو څېړنو راپور له پوهنې وزارت سره شریک کړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۰:۵۶
123

هغه غونډه چې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین، د تدارکاتو، مالي او اداري رئیسانو ګډون درلود، د پلټنې عالي ادارې خپلې موندنې د وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې. 
په پيل کې د پلټنې عالي ادارې استازي مولوي محمد غازي جریر وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د.ا.ا.اساسي موخه د کړېدلو افغانانو خدمت دی.
نوموړي د پلټنې د عالي ادارې موندنې له مسئولینو سره شریکې او د ستونزو او نیمګړتیاوو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د هغه په وينا د دوى موخه، د یاد وزارت د پروژو له پرمختګ څخه کتنه او څارنه، د ياد وزارت په اداري او کاري چارو کې د نيمګړتياوو په ګوته کول او له منځه وړل وو او د پوهنې وزارت له شپږو پروژو د پرمختګ له بهیر څخه يې ليدنه او څارنه وکړه.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د پلټنې عالي ادارې د پلاوي د هرکلي په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې له سرغړونکو قراردادي شرکتونو سره به قانوني او اصولي چلند وشي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د پلټنې عالي ادارې راپور يې له اړوندو ادارو سره شريک کړى او دوى هڅه کوي، چې شته نيمګړتياوې له منځه يوسي.
له بلې خوا د پوهنې وزارت مالي او اداري رئیس مولوي صدرالدین سعد هم د پلټنې عالي ادارې له راپور څخه مننه وکړه او د یادې ادارې او د داخلي پلټنې ریاست له لوري یې د پروژو پر جدي څارنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS