له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته یوه کتنه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۱:۵۳
12

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت مرکز اړوند د سنګانه نارينه او ښځينه وو لېسو فعاليتونه وڅېړل .
نوموړی وايي: چې غواړي د یاد ولايت د ښوونځيو ستونزې له نیږدې وګوري او د حل لپاره يې پر وخت اقدام وکړي.

هرات

په هرات ښار کې د دیني مدارسو او ښوونځیو په کچه د پوهنې، ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ترمنځ درۍ اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک د لاسليکولو موخه، د ښوونځيو او ديني مدارسو د تعليمي ادارو او چاپېريال پاک ساتل دي.

لوګر

د یوه نړۍ وال مرستندویه بنسټ له لوري، د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۱۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ښوونیزو توکو مرسته وشوه.
د لوګر پوهنې ریاست مشرتابه، د يادې ادارې له مرستو مننه وکړه.

د یو بل خبر له مخې:

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ښوونیزې ټکنالوژۍ او ساینس مرکز، د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ د غازي امین الله عالي لېسې ادارې ته، د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۱۴ کمپیوټرونه ووېشل.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS