د ولایتونو د ښوونیزو فعالیتونو په اړه څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۹:۴۴
حک

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې، د یاد ولایت د اسلامي زده کړو اړوند د ۵۸۹ بستونو د ډکولو په موخه د مدرسینو د ګمارنې پروسه، د ولایت مقام، د پوهنې مشرتابه او یو شمېر دیني علماوو په شتون کې پیل کړه. 

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیزي تر څارنې لاندې، چې پکې د دولتي او خصوصي ادارو استازو ګډون درلود جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د ګډون والو ترمنځ د راتلونکو ښوونیزو پلانونو په اړه نظرونه تبادله شول.

کابل

د زکات خیریه بنسټ له لوري د کابل ښار د حبیبیې لېسې پر ۲۰۰ یتیمانو او اړمنو زده کوونکو خوراکي توکي ووېشل شول.
د کابل ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني د یاد مرستندویه بنسټ څخه د مننې ترڅنګ، له هغوی غوښتل چې خپلې مرستې د یاد ښار ټولو ښوونځیو ته وغځوي.

پکتیا


د پکتيا ولايت پوهنې رياست له لوري په دې وروستيو کې د یاد ولايت د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د لښکر شيطان تر عنوان لاندې رقابتي آزموينه په لاره اچول شوې وه، چې پايلې يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې او برياليو زده کوونکو ته ستاينليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت مرکز اړوند په ۱۰ بابه ښوونځیو کې، د ساینسي علومو او ټکنالوژۍ د مرکز مسلکي کارکوونکي ګمارلي؛ چې د یادو ښوونځیو زده کوونکو ته په عملي او تجربوي ډول تدریس وکړي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS