د مرکز او ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له لوري د سواد نړۍ واله ورځ، د پوهنې ریاست مسئولینو، دیني علماوو، د دولتي او خصوصي ادارو د استازو په ګډون، د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د اسلام د دين له نظره د سواد او زده کړې پر اهميت خبرې وکړې او په یاده برخه کې يې له خلکو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
کابل
د کابل ښار پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني، د یاد ریاست له مرکزي څانګو څخه ليدنه وکړه او د يادې څانګې اداري چارې يې له نیږدې وکتلې.
نوموړي په یاده کتنه کې د مراجعینو ستونزې وڅېړلې او له مامورینو یې وغوښتل، چې خپلې چارې په اصولي ډول له ځنډ پرته سرته ورسوي.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یو شمېر ولسوالیو د پوهنې آمریتونو څخه د لیدنو په دوام، نن د موسی کلا ولسوالۍ ته ولاړ او د ښوونځیو له مسؤلینو او دیني علماوو سره یې د پوهنې وزارت لارښوونې او د خصوصي دیني بنسټونو د رسمي کولو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
له یاد ولایت څخه د پوهنې د یو بل خبر له مخې:
د هلمند ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس په مشرۍ، د پوهنې آمرینو او مدېرانو په ګډون جوړه شوه؛ چې پکې پر مهمو موضوعاتو لکه د ښوونځیو بیارغونې، د استادانو ګمارنې پروسه او د چارو په اړه تفصیلي بحثونه وشول.
کاپیسا
د کاپيسا ولايت پوهنې رياست له ۶۰۰ تنو نوماندانو څخه ، د آزاد رقابت آزموینه واخیسته.
هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، له ډلې به یې ۴۶۳ تنه د یاد ولایت په دیني مدارسو کې د استادانو په توګه وګمارل شي.
