په پکتیکا ولایت کې یو دارالعلوم پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۰:۵
12

د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ په حسین آباد کلي کې دارالعلوم اسلامیه روحانیه، د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، د دولتي ادارو د مسئولینو، علماوو او مشرانو په ګډون، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
یاد دارالعلوم په دوه جرېبه ځمکه کې د يو ميليون افغانيو په لګښت جوړ شوى، چې د جوړېدو لګښت یې د پوهنې د یوه دوست شخصیت مولوي مير احمد روحاني او د سيمې د خلکو له لوري ورکړل شوى دى.
د پکتیکا پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي او یو شمېر دیني علماوو په خپلو خبرو کې، د دیني بنسټونو په جوړولو کې د دنیا او آخرت ثوابونه په ګوته کړل او له نورو شتمنو خلکو یې وغوښتل، چې د هېواد د پوهنې نظام په پیاوړتیا کې خپل ارزښتناک رول ولوبوي.
په ورته مهال، له زده کوونکو وغوښتل شول چې د ياد دارالعلوم د وسايلو او تاسيساتو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

BACK TO NEWS