په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۰:۴۹
12

د غزني ولایت مرکز اړوند د امام هادي ښوونځي د بنسټ ډبره، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د یاد ولایت پوهنې مسئولینو، د یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو استازو، علماوو او د سیمې خلکو ګډون درلود، کېښودل شوه.
په پلان کې ده چې یاد ښوونځی په دوه پوړونو کې د ۱۲ درسي ټولګيو او یو شمېر نور اړینو ملحقاتو لرلو سره په یو نیم جریبه ځمکه کې جوړ شي.
د دغه ښوونځي ټول مالي لګښت شاوخوا درۍ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یاد ولایت د خلکو او سوداګرو له لوري ورکول کېږي او په جوړېدو سره به د ۱۲۰۰ هغو زده کوونکو لپاره چې په کرایي کورونو کې یې زده کړې کولې، د ښوونې او روزنې لپاره خوندي چاپېریال برابر شي. 
د پوهنې ریاست مسئولینو او یو شمېر ویناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې، د یاد ښوونځي په جوړېدو خوښي وښوده او د پوهنې د بډاینې او پرمختګ په برخه کې یې د خلکو له مرستو مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS