په نورستان ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې د څو پروژو عملي کارونه پیل شول
په نورستان ولایت کې د ۱۹ میلیونه او۶۳۰ زرو ۹۵۹ افغانیو په ارزښت، د ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې څو پروژو عملي چارې رسما پیل شوې.
له دې جملې څخه ۵ میلیونه افغانۍ د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې د ۵ ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم لپاره ځانګړې شوي چې د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
له همدې امله څه باندې ۱۴ میلیونه ۶۳۰ زره ۵۹۵ افغانۍ، د یاد ولایت په ۶ ښوونځیو کې د اړینو ملحقاتو د جوړولو او د اوبو رسولو د سیستم د فعالولو لپاره ځانګړې شوې دي، چې د یونیسف د ساحوي دفتر له لوري به په دغه ولایت کې ولګول شي.
د نورستان ولايت پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن، د یاد ولايت په پوهنې رياست کې شته ستونزو ته په اشارې سره د دغو پروژو د تمويل په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ او د يادې ادارې د همکارۍ په تړاو څرګنډه کړه، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د نورستان ولايت د ښوونځيو د ستونزو ډېره برخه له منځه ولاړه شي.
