په دايکنډي ولايت کې دوه بابه ديني مدارس فعال او ځمکه ورته ځانګړې شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۳:۳۹
78

د دايکنډي ولايت د پوهنې دوستو خلکو، د یاد ولايت پاتو ولسوالۍ د تمزان او قاخور په کليو کې د دوه بابه ديني مدارسو د جوړولو لپاره ځمکه ورکړه او د پوهنې له رياست څخه يې وغوښتل، تر څو د دغو دوو مدارسو زده کوونکو لپاره ودانۍ جوړې کړي.
د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، له ولسونو څخه د ښوونې او روزنې د دوستۍ له امله د مننې ترڅنګ څرګنده کړه، چې د ديني مدارسو په جوړولو او تر میمولو کې مرسته کول يو له صدقه جاریه کارونو څخه دي او له نورو شتمنو هېوادوالو يې وغوښتل، تر څو په دې برخه کې خپله ونډه واخلي. 
دغه راز نوموړي ژمنه وکړه، چې د ملي سوداګرو او د پوهنې له بودیجې څخه به د یادو مدارسو لپاره د ودانیو په جوړولو کې هڅې وکړي.
د يادونې وړ ده، د دغو مدارسو لپاره د ځمکې له ورکړې سره سم د پوهنې رياست له لوري د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې لړۍ هم پيل شوه او ټاکل شوې ده، چې د مدارسو لپاره د نویو ودانیو تر جوړېدو پورې به په موقتي ټولګيو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

BACK TO NEWS