د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معينيت پلاوي د جوزجان او بغلان ولایتونو له پوهنې ریاستونو ليدنه وکړه
![78](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-22_at_9.16.18_am.jpeg)
د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معينيت پلاوی د ياد وزارت د خدماتو د رئیس مولوي سید حفیظ الله په مشرۍ، د مالي بودیجې د لګښت د کنټرول او د پوهنې اړوندو رغنيزو پروژو د بیا کتنې په موخه، یادو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
په پيل کې ياد پلاوي د جوزجان او بغلان ولایتونو د پوهنې ریاستونو له رئيسانو سره وکتل او د خپل سفر د موخو او د يادو رياستونو د مالي بوديجې ارزونې په اړه يې د نظريو تبادله وکړه.
همدارنګه پلاوي د بودیجې د ښه استعمال په برخه کې د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونو کړنې وستایلې او د یادو ریاستونو د کاري ستونزو د حل په برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.
له بلې خوا د يادو ولايتونو پوهنې رئيسانو د بوديجې د پلي کولو په اړه د پوهنې وزارت پلاوي ته معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ، چې خپلې کړنې به د ياد وزارت د مشرتابه له حکمونو او پرېکړو سره سم پرمخ يوسي.
د ناستو په دوام د پوهنې وزارت پلاوي په يادو ولايتونو کې د پوهنې د ودانيزو پروژو له کاري بهير څخه هم ليدنه وکړه.