په پکتیکا ولایت کې د یو ښوونځي د ودانۍ بيارغونې چارې پاى ته ورسېدې
![12](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-22_at_10.17.54_am.jpeg)
د پکتیا ولایت ارګون ولسوالۍ د پوهنې دوستو خلکو په همکارۍ د مرجانيه د نجونو ښوونځي بيارغونې چارې بشپړې او د پوهنې مسئولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ياد ښوونځى شپږ درسي ټولګي، يوه دفتري خونه او اړين ملحقات لري، چې د سيمې د خلکو له خوا د ٦٠ زره افغانيو په لګښت په اساسي ډول بياځلې ورغول شو.
د يادونې وړ ده، چې په ياد ښوونځي کې په بېلابېلو وختونو کې څه باندې ۷۰۰ نارينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د پوهنې رئیس او ویناوالو د ارګون ولسوالۍ شریفو ولسونو له پوهنې سره د دوی د ملګرتیا له امله مننه وکړه او له نورو یې وغوښتل تر څو د پوهنې په وده کې خپل اسلامي او ملي مسئوليت اداء کړي.