د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین کونړ ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۵۵
dsf

د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه عالي مقام د لارښوونې سره سم د هېواد د ولایتونو په ولسوالیو کې د مدارسو لپاره د لیلیو جوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید کونړ ولایت ته په رسمي سفر ولاړ.

د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، کونړ ولایت ته د پوهنې د معین د سفر موخه، په ولسوالیو کې د دیني مدارسو لپاره د لیلیو د جوړولو لپاره د مناسبو ځایونو ټاکل، د پوهنې ریاست له کړنو ارزونه، د پوهنې مسئولینو د کار او مسلکي وړتیاوو لوړولو په تړاو د ښوونیز ورکشاپ جوړېدل وبلل.

د پوهنې وزارت معین د یاد ولایت د پوهنې له مسئولینو، یو شمېر علماوو او مشرانو سره د ښونیزو بنسټونو د پیاوړتیا او د لیلیو جوړولو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

ځايي علماوو د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه عالي مقام له دغه نېک اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت له کړنو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ټاکل شوې ده، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د خپلې کاري آجنډا له مخې، د دغه ولایت د پوهنې رئیس په ملتیا په بېلابېلو ولسوالیو کې د مدارسو د لیلیو لپاره د مناسبو ځایونو ټاکلو په اړه د پوهنې له رئیس، علماوو، د سیمه ییزو ادارو له مسئولینو او قومي مشرانو سره غونډې او مشورې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۳:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د صنفي اصولو زده کونکو ته د ښوونیزو موادو وېش لړۍ پیل شوه

د هرات ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې د یادو ولایت د صنفي اصولو د ښوونځیو زده کونکو ته، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۱۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو کڅوړو وېش لړۍ پیل شوه.

پورت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

BACK TO NEWS