د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
145

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ پوهنې آمریت کې د ښوونکو د ۱۳ خالي بستونو لپاره له ۸۹ نوماندانو څخه آزموینه واخیستل شوه.

- دایکنډي:
د دایکنډي ولایت په مرکز کې ۴۰ بابه ښوونځیو ته د نوي ښوونیز کال لپاره د اداري او درسي چارو ترسره کولو لپاره، ټولټال ۱۶ قلمه درسي توکي ووېشل شول، چې ۲۷۷۷ ټوکه کتابونه او نور اړین اداري کاغذونه پکې شامل وو.

- پکتیکا:
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ترانسپورټي ستونزو حل او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پوهنې وزارت لخوا یو ټیوټا ډوله هایلکس موټر یاد ریاست ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS