د لوړو زده کړو وزارت لوړ پوړي پلاوي د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل.

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
ثقف

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین حافظ مولوي حامد حسیب په مشرۍ د یاد وزارت لوړ پوړي پلاوي په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصيل هم حضور درلود، د دغه وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.

د ياد پلاوي په ترکیب کې چې د لوړو زده کړو وزارت د ديني تخصصونو او پوهنتونونو عمومي رئيس مولوي فريد هم په کې شامل ؤ، د ١٤٤٥ ه ق کال د اسلامي زده کړو د رسمي او خصوصي مرکزونو د زده کوونکو او علماوو د ګډې آزموينې په تړاو تفصیلي خبرې شوې.

دواړو خواوو په ګډه د آزموينې پر لارو چارو او ستونزو خبرې وکړې او له یو بل سره د دوه اړخیزې همکارۍ په موخه هوکړې ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS