د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۳:۵۷
11

سرپل

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې ریاست سره په همغږۍ، له مسئولینو سره په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو او زده کونکو د احصائیې ثبتولو، درسي کتابونو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو شپږ ورځنى سيمينار داير کړ.

دایکنډي

د دایکندي ولایت پوهنې ریاست، د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ.

د ياد ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار وويل: د دغه پروګرام له پيلولو يې موخه، د ژمي په دريو مياشتو کې د ښوونکو د پوهې کچې لوړول او د راتلونکي ښوونيز کال په پيل کې د تدريس لپاره بشپړ چمتووالى دى.

کندز

د کندز ولايت امر بالمعروف او نهى عن المنکر رياست مشرتابه پلاوي، د ياد ولايت له پوهنې رئيس الحاج مولوي محمداسماعيل ابواحمد سره وکتل او له نوموړي يې وغوښتل، تر څو د پوهنې کارکوونکو له لوري د اسلامي احکامو پلې کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د کندوز پوهنې رئيس ډاډ ورکړ، چې په دې لاره کې به له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د خنجان ولسوالۍ پوهنې عمومي وضعیت د کتنې پر مهال، د دیني مدارسو د استادانو د آزموینې له بهیر څخه هم څارنه وکړه او ګډون کوونکو ته يې په یاده پروسه کې د روڼتيا او عدالت ډاډ ورکړ.

کندهار

د کندهار ولايت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې خصوصي او سيمه ييزو مدارسو ته د درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل شوه.

د کندهار پوهني رياست مسئولين وايي: په يادو کتابونو کي له لومړي څخه تر درېيم ټولګي پوري شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۳
Background image

په بامیان کې د حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو ته حرفوي وسایل ووېشل شول

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوند حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو د عملي زده‌کړو پیاوړتیا او مسلکي مهارتونو پراختیا په موخه، یو شمېر حرفوي وسایل ووېشل شول.
د یادو وسایلو د وېش اساسي موخه د. . .

BACK TO NEWS