د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رئیس کندز ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رئیس مولوي اول ګل «ایوبي» او ورسره مل پلاوي کندز ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل.
نوموړي یاد ولایت ته د خپل سفر اساسي موخه، د نوي تشکیلاتي جوړښت تشرېح او د مسلکي پراختیا په ریاست کې د وړ کارکوونکو د ګمارلو کړنلارې پلي کولو وبلل.
د غه راز نوموړي د کندز ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمداسماعيل «ابواحمد» سره په ليدنه کې، د مسلکي پراختیا ریاست نوی تشکیلاتي جوړښت توضېح او د یو لړ نورو اړوندو مسايلو په اړه یې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کندز ولایت پوهنې رئیس د ورغلي پلاوي حضور ته ښه راغلاست ووایه او په دې برخه کې یې د همکارۍ او آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې ګډون والو د ولایتي زونونو د مسلکي پراختیا د تشکیلاتي موضوعاتو په اړه له راغلي پلاوي څخه خپلې پوښتنې مطرح او د اړونده مسئولینو له لوري لازم ځوابونه ورکړل شول.