د ارزګان، لغمان او بلخ ولایتونو له دیني مدارسو څخه حافظان فارغ شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۴:۳۷
12

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ له المدرسة الاسلامیة الربانیة مدرسې څخه ۳۱ تنه، د لغمان ولایت بادپخ ولسوالۍ اړوند له جامعه خالد بن ولید (رضي الله عنه) مدرسې څخه ۴۴ تنه او د بلخ ولایت مرکز مزارشریف اړوند له اصحاب کهف مدرسې څخه ۲۰ تنه حافظان فارغ شول.

د یادو مدارسو فارغانو هر يو د جلا جلا پرتمینو مراسمو په ترڅ کې چې پګې د اړوندو ولايتونو د پوهنې رياستونو مشرتابه پلاوي، جیدو علماوو، قومي مخورو او د سيمه ييزو ادارو مسئولينو ګډون درلود؛ د فراغت جشن یې ونمانځل شو.

په دې مراسمو کې د اړوندو ولایتونو پوهنې رئیسانو او دیني علماوو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکیو پرمهال، د دیني علومو ترڅنګ، عصري علومو او ټکنالوژۍ ته د علماوو لاسرسی اړین وباله او د هغوی پر زده کړې یې ټینګار وکړ.

نورو ويناوالو هم د قرآن عظيم الشان د علم په ارزښت او د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د علماوو پر اغېزناک رول خبرې وکړې.

د یادو مراسمو په پای کې پر فارغینو ستاینلیکونه ووېشل شول او د هغوی پر سرونو د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS