د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۱۹
1452

کندهار

د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ اړوند د« فيض القرآن نقشبندیه» مدرسې د قرآن عظيم الشان د یو شمېر حافظانو د فراغت مراسم د پوهنې د مسئولينو، ديني علماوو او قومي مخورو په ګډون د يو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې ترسره شول.

غزني

د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ اړوند د حاجي کلي د کلي یوه عالم په خپل شخصي لګښت، د ۱۳۰ زره افغانیو په ارزښت د روښان جلال الدین عالي لېسې لپاره ژوره څاه وکیندله.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست مشرتابه له خپلو کارکوونکو سره د روان کال د عملیاتي پلان د تطبیق، پیاوړتیا، ننګونو او ځینو نورو اړخونو په اړه د تفصیلي خبرو ترڅنګ، هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د تګاب ولسوالۍ له ولسوال سره په ګډه، د حضرت علي (کرم الله وجهه) دارالاېتام اداري او تدريسي چارې له نیږدې وکتلې او د کړنو لاښه والي په موخه يې ورته لازمې مشورې ورکړې.

همدارنګه:

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د آله سای ولسوالۍ په رسمي مدارسو کې د دریو خالي بستونو د ډکولو په موخه، له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

د یاد ولايت د پوهنې رئيس له آزموینې څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د روڼتیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS