د ولایتونو د پوهنې ځینو خبرونو ته یوه لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۳۴
14

ننګرهار

څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د څېړنو رياست يو پلاوي د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست د اداري، تدريسي، مالي او نورو مسايلو د څېړنې په موخه یاد ولايت ته رسمي سفر وکړ.

یاد پلاوي له یوې اوونۍ ارزونې وروسته د خپلو څېړنو پایلې د ننګرهار ولایت له پوهنې مشرتابه سره شریکې کړې.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، آمرینو او د ښوونځیو د مدیرانو په حضور کې د بېلابېلو ښوونځیو د ۱۳سپورتي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل کړې.

د یاد ولايت د پوهنې مسئولين وايي، چې د دغو سياليو له پيلولو يې اساسي موخه، د زده کوونکو د استعدادونو وده او د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د غوره څېرو ټاکل دي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د کمپیوټر له روزنیز کورس څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

څه موده وړاندې ياد ښوونيز کورس د یو مرستندویه بنسټ له لوري د ننګرهار د پوهنې رياست په همغږۍ پيل شوی ؤ.

دغه راز فارغانو د پوهنې له رياست څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې له همکارو بنسټونو وغوښتل، تر څو دغه ډول پروګرامونه د ولايت نورو برخو ته هم وغځوي.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د شپې ښوونځیو اړوند له شاوخوا ۶۷۰ تنو زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته.

کابل

د کابل ولایت پوهنې ریاست د یاد ریاست د ټکنالوژۍ عمومي مدیریت کې د دریو خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۲۰ تنو کسانو څخه آزموینه واخیسته. په پام کې ده، چې له ډلې به یې ۳ تنه وړ کسان په دندو وګمارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS