د داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۵۵
بلا

د کابل ښار پوهنې ریاست د راتلونکي ۱۴۰۳ ل کال لپاره زده کوونکو ته د تدريس په موخه، د یوولسمې حوزې په اړوندو کې کرايي ودانیو/ حویلیو ته (د عبدالرحمن سیدخیلي متوسطه ښوونځي لپاره«لږ تر لږه ۱۶ خونې»، د بي بي حنيفه متوسطه ښوونځي لپاره « لږ تر لږه ۱۶ خونې» ،عبدالقادربیدل لومړني ښوونځي لپاره، « لږ تر لږه ۱۲خونې»، د ۳۱۵ ارتقایي لېسې لپاره« لږ تر لږه ۱۷ خونې» او د ۳۱۵ منځني ښوونځي لپاره «لږ تر لږه ۳۳ خونې» ولري) اړتیا لري.

هغه کسان چې پورتنیو ښوونځیو ته څېرمه سیمو کې ورته تعمیرونه/ حویلۍ لري او په کرایه یې د ورکولو هوډ ولري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدلو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کې د کابل ښار پوهنې ریاست د تدارکاتو عمومي مدیریت ته چې د غزني سرای ته څېرمه موقعیت لري، خپلې غوښتنې وسپاري، شرط پاڼه دې وګوري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS