د هلمند ولایت په غازي محمد ایوب خان عالي لېسه کې د يو باب کتابتون پرانيسته او د نیالګیو کښېنولو کمپاين تر سره شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۳:۳۷
22

د هلمند ولايت په غازي محمد ایوب خان عالي لېسه کې د يو باب کتابتون د پرانیستلو او د نیالګیو اېښودلو په مراسمو کې د ياد ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د لېسې استادانو او زده کوونکو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د هلمند پوهنې رئیس د یاد ولایت زده کوونکي او ځوانان د کتاب لوستلو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل، تر څو په خپلو ښوونځیو او مدارسو کې لږ تر لږه یو-يو نیالګي کېنوي، چې د خپلو کورونو او ښوونيزو بنسټونو د چاپېریال او هوا په پاکوالي او آبادۍ کې خپل ملي مسئولیتونه سرته ورسوي.

باید وویل شي، چې د يادې لېسې کتابتون ټولټال ۱زره ۲۸۰ ټوکه دیني او مطالعاتي کتابونه لري، چې د زده کوونکو د علمي کچې د لوړولو په موخه به ترې کار واخيستل شي.

دغه راز د پسرلي د رارسېدو او د طبيعت د تازه والي د موسم د پيل په مناسبت د غازي محمد ايوب خان لېسې په انګړ کې ۳۱۶ مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کښېنول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS