د ځینو ولایتونو له ښوونیزو کړنو څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۵۹
25

ننګرهار

د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ د پوهنې دوست يو تن اوسېدونکي، د يادې ولسوالۍ د هزار نای لېسې له ادارې سره د بيارغونې او تجهيز په موخه، ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

همدارنګه:

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار د بي بي زینب لېسې ښوونکو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د یادې لېسې پر یو شمېر یتیمو او اړمنو زده کوونکو خوراکي توکي ووېشل.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د پای او د نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت، د یاد ولایت له پوهنې آمرینو او د ښوونځیو او مدارسو له مدیرانو سره د پلان جوړونې غونډه وکړه.

په یاده ناسته کې د نویو ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په اړه لازمې خبرې او پرېکړې وشوې.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده وويل: د یاد ولايت په ټولو ښوونځيو او مدارسو کې به د مشاعرې په چوکاټ کې فرهنګي پروګرامونه جوړ شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې شاعران د خپلو شعرونو په وړاندې کولو سره د ټولنې د نېمګړتیاوو په لرې کولو او د هغو په اصلاح کې ښه رول لوبولی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS