د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۳۸
1

میدان وردګ
د پوهنې وزارت اړوند مسئولینو، د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شاوخوا یو جرېب ځمکه چې د معارف ملکیت ؤ، له فرصت طلبه کسانو بېرته خلاصه او د یاد وزارت په ملکیت کې یې ثبت کړه.
 
هرات
د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او ورسره مل پلاوي د هلکانو او نجونو د تجربوي لېسو، انقلاب اسلامی، محجوبه هروي، سواد حیاتي، مولانا عبدالرحمن جامي او خواجه محمد تاکی له ښوونځيو څخه څارنه وکړه. 
همدارنګه نوموړي د اداري او ښوونیزو پروګرامونو لاښه والي لپاره اړوند مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سرپل
یو مرستندویه بنسټ، د سرپل ولایت د پوهنې ریاست ۵۰۰  تنو کارکوونکو ته خوراکي توکي ووېشل.
د سرپل ولايت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د مرستندویه بنسټ له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: دغه مرستې د پوهنې په هغو مستحقو کسانو ووېشل شوې، کوم چې څه موده مخکې یې سروې ترسره شوې وه.
د یادو مرستو په کڅوړو کې اوړه، وریجې او یو - یو قطی غوړي شامل دي.

نورستان
د پوهنې وزارت په نورستان ولایت کې د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ په همکارۍ، د یاد ولايت د وايګل ولسوالۍ په سيمه ييزه مدارسو کې د درسي توکو، کتابونو، اداري او درسي پاڼو د وېش لړۍ پيل کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۲
Background image

د کابل ولایت له یو ښوونځي سره د اداري وسایلو او درسي موادو مرسته وشوه

د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د یاد ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ اړوند له ذکو سفلی منځني ښوونځي سره د اداري وسایلو او درسي موادو مرسته ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، د لومړي څخه تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

د بامیان ولایت په ځانګړې قطعه کې یو شمېر کسانو لپاره د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بامیان ولایت د ځانګړې قطعې د هغو ۲۸ تنو م.جاهدینو لپاره، چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

د لوګر او لغمان ولایتونو له ښوونځیو سره د درسي کڅوړو مرستې وشوې

د یوه همکار بنسټ له لوري د لوګر او لغمان ولایتونو له ښوونځیو سره د ۲۷۲۵ کڅوړو قرطاسیې او درسي موادو مرستې وشوې، جې له دې جملې څخه د ۹۷ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت ۱۶۷۸ کڅوړې د لغمان ولایت. . .

BACK TO NEWS