د کابل ولایت له یو ښوونځي سره د اداري وسایلو او درسي موادو مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۲
15

د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د یاد ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ اړوند له ذکو سفلی منځني ښوونځي سره د اداري وسایلو او درسي موادو مرسته ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، د لومړي څخه تر پنځم ټولګي پورې ۷۱۰ ټوکه درسي کتابونه، چې ټولیز ارزښت یې ۲۱٬۳۰۰ افغانۍ کېږي، له یو پایه پرنټر سره چې ارزښت یې ۷٬۰۰۰ افغانۍ دی، د میربچه‌کوټ ولسوالۍ علم‌پاله کسانو له لوري یاد ښوونځي ته ورکړل شول.
د یادو وسایلو په ترلاسه کولو سره، د دې ښوونځي په اداري او تدریسي چارو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS