هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
17

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دیشو ولسوالۍ چې د یاد ولایت له لېرې پرتو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، تر دې مهاله پکې هېڅ ښوونځی نه و موجود؛ خو اوس همدغه ښوونځی د پوهنې وزارت له لوري د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او په رسمي ډول فعال شو.
مسوولینو زیاته کړه، چې د دې ښوونځي نوې ودانۍ شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نورې اړینې تعلیمي اسانتیاوې لري، چې له امله به یې سلګونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې زمینه برابره شي.
د دیشو ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دغه ښوونځي له جوړېدو خوښي څرګنده او د پوهنې وزارت له هڅو څخه یې، چې د هېواد بچیانو لپاره د خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال برابرولو په موخه ترسره کوي، مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS