د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي، د جبل السراج له ولسوال سره په ګډه د بی بی فاطمه الزهراء ( رضی الله عنها) له دارالحفاظ، امام اعظم (رحمه الله) له مدرسې او ابوذرغفاري له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې:
د پروان ولایت پوهنې ریاست د یو مرستندویه بنسټ په همکارۍ، د ښوونکو د مسلکي پراختیا په موخه، د ښوونځیو ۲۸ تنو ښوونکو او علمي غړو ته « د ښوونکو لپاره د اغېزمنې ښوونې او روزنې د پراختیا پروګرام » تر سرلیک لاندې ۱۲ورځنی میتودیک ورکشاپ په لاره واچاوه.
غزني:
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د بامیان ولایت له امنیې قومندان سید عباده آغا سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د یو لړ ښوونیزو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه:
د غزني ولایت پوهنې ریاست د پوهنې سره د یو همکار بنسټ په ملاتړ، د یاد ولایت د قرباغ ولسوالۍ ښوونځیو ته د درسي توکو، کتابونو او اداري پاڼو د وېش لړۍ پیل کړه.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت د مرکز اړوند د درې بابه ښوونځیو اداري او تدریسي چارې له نیږدې وکتلې.