له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې ځینې لنډ خبرونه 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۳۰
1212

 نيمروز
 د نیمروز ولایت پوهنې ریاست د ياد ولایت مرکز اړوند د سیستان لېسې د ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سيرت النبي (ﷺ) سیالي ترسره کړې.
د پوهنې رياست مسئولينو وويل، چې د دغه سيالۍ له ترسره کېدو يې اساسي موخه، د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ﷺ) د ژوند او اخلاقو په اړه د زده کوونکو د پوهاوي د کچې لوړول او د اسلامي فرهنګ  پراختيا ده.

 کندوز
د کندوز ولایت د پوهنې ریاست کارپوهانو، د ياد ولایت د یو شمېر ښوونځیو د ښوونکو د وړتيا لوړولو په موخه، د "اغېزمنې زده کړې د پراختيا" تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار جوړ کړ، چې نن د غونډې ګډون والو ته د ستاینلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

 همدارنګه
 د کندوز ولایت پوهنې ریاست د پلان جوړونې ریاست روزونکو، د ۱۴۰۳ لمریز کال د عملیاتي پلان د تشرېح په موخه، د دغه ولایت د علي آباد ولسوالۍ د پوهنې آمريت کارکوونکو او د ښوونکو مسلکي پراختيا غړو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړ کړ. 

 کابل
د کابل ښار پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني د آتمې ښوونيزې ناحيې د يو شمېر لېسو کړنې وڅېړلې او د درسونو پر کيفيت يې د ټينګار تر څنګ، له ښوونکو او مسئولينو وغوښتل، تر څو خپلې دندې په پوره صداقت او اخلاص سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS