په غزني ولایت کې د یو باب عالي لېسې لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۰:۵۷
14

د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ اړوند په علیات او شغله کليو کې د يوې لېسې د ودانۍ د بنسټ ډبره، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د یاد ولایت پوهنې رياست مشرتابه پلاوي، علماوو او قومي مخورو ګډون درلود، کېښودل شوه.

د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي بسم الله حميد وويل، د یادې لېسې ودانۍ په پینځه جرېبه ځمکه کې چې ۱۶ درسي ټولګي، دوه اداري څانګې، يوه کمپيوټر خونه، یو کتابتون، د کنفرانسونو تالار، لوبغالی او نور اړین ملحقات لري جوړېږي او په جوړیدو سره به یې د دغې ولسوالۍ ۵۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

د نوموړي په ​​وينا، د دغه ودانۍ ټول لګښت ٨،٥ ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې دوستو خلکو او سوداګرو له خوا تمويلېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه په داسې حال کې چې د پوهنې د بډاینې لپاره د خلکو مرستې مهمې ګڼي، د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS