د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو اوونیز راپور

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۲۰
74

له شنبې ۱۴۴۵/۱۰/۱۸هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۵/۱۰/۲۳هجري قمري (د غویي/ثور میاشتې له آتمې نېټې تر ۱۴۰۳/۲/۱۳ لمریز).

په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو او مبلغینو د کابل ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ اړوند له نمبر یک او نمبر ۲ او ده سبر ولسوالۍ له ده یحی لېسې او همدارنګه د بګرامي ولسوالۍ اړوند د پوهاند عبدالشکور عالي لېسې تر څنګ، له یو شمېر نورو خصوصي ښوونځيو څخه هم لیدنې وکړې.

په دغو ناستو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو د یادو ښوونځیو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نیږدې وکتل او له هغوی یې وغوښتل، تر څو په خپلو ورځنيو دندو او ټولو چارو کې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» پیروي وکړي، خپل صورت او سیرت د حضرت محمد « صلی الله علیه وسلم » په سنتو برابر او د دیني درسونو په حلقو کې فعالانه ونډه واخلي.

همدارنګه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې: په تېره اوونۍ کې هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام درلود او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نبږدې څارل شوی دی.

دغه راز په تېره اوونۍ کې په مرکز او ولايتونو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسئولينو له استادانو، زده کوونکو او منسوبینو سره له نیږدې وکتل.

له بلې خوا د يادو لېسو مسئولينو او زده کوونکو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له مسئولینو هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د اسلام د سپېڅلي دين ټول اصول او ارزښتونه به رعايتوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS