د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
جمعه ۱۴۰۳/۲/۱۴ - ۱۰:۱۷
21

جوزجان

د جوزجان ولايت د مرکز او ولسواليو د ښوونځيو د ښوونکو لپاره د نويو چاپ شويو درسي کتابونو ښوونيز او لارښود سيمينار پيل شو.

میدان وردګ

د کلي خیریه بنسټ د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور آزموینې لپاره د چمتوالي په موخه، د ۹ میاشتنیو زده کړو آسانتیا برابره کړه.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) د ښوونځي د تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

زابل

د زابل ولايت پوهني رياست د همکارو بنسټونو له مسئولينو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

د یاد ولايت پوهنې رياست د ښوونې او روزنې آمر د يادو ادارو له مسئولينو سره د سيمه ييزه او ګړنديو ښوونيزو ټولګيو د جوړولو، په پروګرامونو کې د همغږۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د بحث تر څنګ، هوکړې ته ورسېدل.

ننګرهار

د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ مسئولینو، د ننګرهار ولایت له پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني سره وکتل او له هغوی سره یې د ښوونیزو او ګډو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۲۱ خالي اداري او تدریسي بستونو د ډکولو په موخه، له ۱۵۴ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS