په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۰
asdsf

د هېواد له پوهنیز نظام سره د ولسونو د همکارۍ په دوام، نن د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ علم پروره خلکو د یو میلیون افغانیو په ارزښت خپله ۲۰ جرېبه ځمکه په یاد ولایت کې «دارالارقم» مدرسې جوړولو په موخه پوهنې ریاست ته تسلیم کړه.

په یادو مراسمو کې د پوهنې مسئولينو، ديني علماوو او قومي مخورو ګډون درلود.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د خلکو له ملاتړ او مرستو مننه کوي.

د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د ځمکې د ورکړې او د علمي بنسټونو د جوړولو د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي له پانګه والو او ملي سوداګرو وغوښتل، چې د یادې مدرسې د ودانۍ په جوړولو کې د لغمان ولایت پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغه مدرسه کې ۲۳۰ تنه زده کوونکي زده کړې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS