د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۰:۵۹
16

له شنبې ۱۴۴۶/۱/٢١هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/٢٦هجري قمري (د اسد میاشتې له٦مې تر ١١مې نېټې۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار اوومي ښوونیزې ناحیې اړوند د قاعلي شمس،محسن فرمولي، افغان مطهر، بي بي فاطمه(رض) شیخ السلیم، ژوندون، باران له رسمي او خصوصي ښوونځيو څخه د لیدنو په ترڅ کې، د یادو ښوونيزو بنسټونو مسئولینو او زده کوونکو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

ددغو لیدنو پر مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د یادو ښوونیزو بنسټونو آمرینو ته «د اساسات الاسلام کتاب» د تدریس لړۍ پر تطبیق ټینګار وکړ او د همدغو ښوونځیو مسئولینو او زده کوونکو ته ديني لارښوونې وکړې، له هغوی يې وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او همدارنګه د دیني درسونو په حلقو کې په جدي ډول برخه واخلي.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:

په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د عوت او ارشاد ریاست د مسئولینو له لوري د یاد وزارت د مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو تېره اوونۍ د ١٥،١٢،١١،١٠،٩،٨ ښوونیزو ناحیو له مسؤلینو سره په کتنه کې، د پوهنې منسوبینو لپاره د «اساسات اسلام» کتاب د ورځنیو درسونو پر تطبیق ټینګار وکړ.

دغه راز په تېره اوونۍ کې هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام درلود او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نبږدې څارل شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS