په پروان ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۴:۳۱
71

د پروان ولایت پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي، د یاد ولایت شیخ علي ولسوالۍ اړوند په پاواز کلي کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیسته.

د ښوونځي دغه نوې ودانۍ چې ۱۲ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه له ټولو اړینو ملحقاتو سره لري، د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا د ۵ مېليونه افغانيو لګښت سره جوړه شوې ده.

د سيمې خلکو د خپلو ماشومانو لپاره د ياد ښوونځي پر جوړېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت مشرتابه له پاملرنې او همکارۍ مننه وکړه.

د پوهنې وزارت رهبري د یادې ولسوالۍ د خلکو له مرستې او ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS