په نیمروز ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي جوړولو چارې وڅارل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۰:۲۱
13

د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د سيادک لومړني ښوونځي جوړېدو له چارو څخه څارنه وکړه.
دغه ښوونځی چې د ۸ درسي ټولګيو او دوه اداري خونو په لرلو سره د نورو اړینو ملحقاتو سره جوړېږي، څه موده وړاندې يې د رغولو چارې پيل شوې، چې اوسمهال يې ساختماني چارې  ۶۰ سلنه پرمخ تللي او په نیږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS