په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۳۷
14

د لغمان ولایت د یو تن علم پروره شخصیت حاجي عبدالوکیل رسولي په مالي مرسته، د یاد ولایت مرکز اړوند د لیلا واټ منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په پلان کي ده، د دغه ښوونځی ودانۍ په ۵ جرېبه ځمکه کې د ۱۲ درسي ټولګيو، يوې اداري خونې او نورو اړینو ملحقاتو په لرلو سره جوړه شي، چې ټولټال ۳ مېليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد په وينا، یاد علم پروره شخصیت تر دې دمه د "کتب زای" لېسې لپاره هم ۹ درسي خونې جوړې کړې دي او د يوې بلې ديني مدرسې د جوړېدو لګښت هم د ده له خوا ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د حاجي عبدالوکیل د مرستې له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS