په بلخ ولایت کې د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۹:۴۸
dsgsg

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په شهر نو سیمه کې د امام بخاري رحمه الله «نور المدارس مدرسې» د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دبلخ ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهید خېل د څرګندونو له مخې: ددغه مدرسې د ودانۍ جوړولو لګښت ۶ ميليونه ډالره اټکل شوى دى، چې دپوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ له خوا ورکول کيږي.

د يادې مدرسې د بنسټ په مراسمو کې د پوهنې په رئیس او مسئولينو سربېره، د بلخ ولايت مرستيال الحاج مولوي نورالهادي ابو ادريس، يو شمېر علماوو، استادانو او په یاد ولایت کې مېشت د ازبکستان سرقونسل ښاغلي فرقت نظروف هم ګډون درلود.

مسئولينو په خپلو خبرو کې وويل، چې د دغې مدرسې جوړېدل د اسلامي زده کړو د پراختيا او د ټولنې د اصلاح په برخه کې خورا مهم دي.

د خلکو استازو د هېواد بچیانو لپاره د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS