د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکو د پوهنې په برخه کې مرستې ترسره کړې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۵۹
gfhg

د ميدان وردګ ولايت له پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د پوهنې مينه والو له ښوونیز نظام سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی او تازه يې د همدغې ولسوالۍ له پوهنې سره لاندې مرستې کړې دي:

۱_ د ۲۰ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د حضرت عثمان «رضی الله عنه» د ښوونځي د پاکو اوبو رسولو سیسټم فعالول؛

٢__ د يادې ولسوالۍ د پوهنې د يوه وتلي شخصيت حميدالله ريحان له خوا د هفت آسياب لېسې لپاره د یو پایه کمپيوټر او دوه پرنټرونو پېرودل او د پاکو اوبو د یو حلقه څاه کيندل؛

۳__ د سیمه ییزه اوسېدونکو له خوا د شیخ آباد عالي لېسې لپار د ۲۷ زره افغانیو نغدي مرسته؛

٤__ د یو تن فرهنګي شخصیت الحاج جلال الدین وردگ په مرسته، د سيدآباد ولسوالۍ د پوهنې آمریت د اوبو رسولو سيسټم بيارغونه؛

5__ د اونخي اناثیه ښوونځي ته د درسي موادو لکه: درسي تختې، مارکر او داسې نورو مرسته.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د سیدآباد ولسوالۍ د خلکو له مرستو مننه او هرکلی کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS