د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې او اسلامي زده کړو معینانو د تخنیکي او مسلکي چارو له مرستیال سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۰:۱۱
نت

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید او د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د تخنیکي او مسلکي چارو له مرستیال مولوی غلام سعید احساس سره، د هغو م.جاهدینو د سویې د تثبیت په تړاو خبرې وکړې، کوم چې اوسمهال په تخنیکی او مسلکی اداره کې په زده کړو بوخت دي. په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د ا.ا.ا.د م.جاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت پروسې په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې اوس په مرکز او ولايتونو کې د م.جاهدینو نوملیکنې او د هغوی د زده کړو بشپړولو په موخه د فورمو وېش جریان لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به له هغوی څخه آزموینه هم واخیستل شي. په ورته مهال د ښوونې او روزنې معین هم د م.جاهدینو د سویې د تثبیت په برخه کې له خپل لوري د هراړخیزې همکارۍ ډاد ورکړ. د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د پوهنې وزارت د مشرتابه له همکاري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS