د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس تخار ولایت ته ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۲۵
طظزر

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدر الدین «سعد» د پوهنې اړوندو مالي، اداري او ساختماني چارو څېړلو په موخه، تخار ولایت ته ورسېد. نوموړي د تخار له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسمعېل ابو احمد او د نورو کلیدي څانګو له آمرینو سره په کتنه کې، د خپل سفر د اساسي موخو د بیان ترڅنګ، د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. په پیل کې د پوهنې رئیس د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئيس ته د ښه راغلاست پر مهال ډاډ ورکړ، چې د پوهنې رياست به د دغه پلاوي د سفر د موخو د پلي کولو لپاره د لازمو آسانتياوو په برابرولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د یوې مدرسې لپاره درسي ټولګي جوړېږي

د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ خلکو چې تېر کال يې د يادې ولسوالۍ لنډاکي وړه په کلي کې د فاروقيه مدرسې لپاره دوه جرېبه ځمکه ورکړې وه، اوس چمتو دي چې همدغې مدرسې ته درې درسي ټولګي او يو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخار ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي چې تخار ولایت ته د رسمي چارو په موخه تللی، نن یې د یاد ولایت د پوهنې ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس د کاپیسا ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني چې د کاپیسا ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت په ارزونې بوخت دی، نن د پوهنې مسئولینو په ملتیا د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS