د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست کې د ښوونکو د بستونو د آزموینې په تړاو کاري ناسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۱:۴۵
gbhg

د پوهنې وزارت او د ازموینو ملي ادارې تر منځ د لاسلیک شوې همکارۍ د هوکړې له مخې، په پام کې ده د ښوونکو د بستونو د آزموینې لپاره، د یاد وزارت په همکارۍ د ملي آزموینو د ادارې له خوا آزموینه واخیستل شي.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ښوونکو د ۸۰۰۰ بستونو رقابتي آزموینې لپاره د سوالونو چمتو کولو په موخه، د نصاب او مسلکي پراختیا د لوی ریاست استازو او اړوندو ادارو د علمي غړو په ګډون جوړه شوې وه، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري او د دې ادارې نورو مسئولینو د موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د غونډې په جریان کې د اړوندو څانګو هر علمي غړي ته دنده وسپارل شوه، چې پوښتنې د خپلې رشتې مطابق په مسلکي او علمي بڼه ترتیب او له قانوني لارو چارو وروسته یې اړوندو ادارو ته وسپاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS