د افغان-ترک ښوونځیو پلاوي دکابل ښار له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۱۰
jh
د افغان- ترک دارالعلومونو آمر دکتور محمد چلن او د افغان -ترک لېسو آمر وجهات اونل، د کابل ښار له پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
په پیل کې د کابل ښار پوهنې رئیس ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له افغانستان سره یې د ترکیې هېواد مرستو ته په اشارې، له پوهنې ریاست سره د دوی د همکاریو قدرداني وکړه.
ورپسې پلاوي د افغانستان له ښوونیز نظام سره خپله همکاري څرګنده کړه، د دارالعلومونو او افغان- ترک ښوونځیو په ګډون یې د نویو زده کوونکو د جذبولو پر کړنلارې تفصیلي خبرې وکړې، افغان لوري له هغوی وغوښتل چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام سره د زده کوونکو د میاشتنیو فیسونو په راکمولو کې همکاري وکړي.
غونډه د یو لړ پرېکړه لیکونو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS