په دایکنډي ولایت کې د دوه بابه ښوونځيو ودانۍ د ۶۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ورغول شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۳۵
ewrt
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې:
د تاق عروس او کډوالو ښارګوټي د ښوونځیو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د يادو بنسټونو د نویو ودانیو پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې رياست پر مسئولينو سربېره، د سيمه ييزو ادارو يو شمېر چارواکو، علماءکرامو او د خلکو استازو هم ګډون درلود.
د دايکنډي پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي وويل: د تاق عروس د لېسې په ودانۍ ٣٥٠ زره ډالره او د کډوالو ښارګوټي د ښوونځي په رغونه ٣١٣ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې ټول اړين ملحقات هم لري او لګښت يې د پوهنې په برخه کې د دوو مرسته کوونکو بنسټونو له خوا ورکول شوی دی.
د ياد ولايت پوهنې رئيس له مسئولينو او زده کوونکو وغوښتل، چې د خپلو ښوونځيو په ساتنه کې جدي هڅې وکړي.
بل خوا د خلکو استازو هم په خپلو سیمو کې د ښوونځیو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د لوګر ولایت له ۳۹ بابه ښوونځیو سره د تدریسي وسایلو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري، د لوګر ولایت له بیارغول شویو ۳۹ بابه ښوونځیو سره، د اداري او تدریسي وسایلو مرسته وشوه، کوم چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون ۸۰۰زره افغانیو ته رسېږي.
په یاده مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

د زده‌کوونکو د فراغت د شهادتنامو قېمت په اړه، د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست ژمن دی، چې د عمومي زده‌کړو د ښوونځیو، دیني مدارسو، د ښوونکو د روزنې مرکزونو او د تعلیمي بنسټونو د ثانوي او عالي دورو فارغانو ته د یاد وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS