د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د بلخ ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۴۸
dsfa

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي صاحب جمعه خان سروري او ورسره مل پلاوي د ښوونیزو پروګرامونو له تطبیق څخه د څارنې او د یاد ریاست کارکوونکو ته د ښوونیز نصاب د تدریس په موخه بلخ ولایت ته ولاړ.

په پيل کې نوموړي د بلخ له پوهنې رئیس سره وکتل او د خپل سفر د موخو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

په پلان کې ده چې یاد پلاوی به د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د پروګرامونو څخه د څارنې ترڅنګ، د مزارشريف ښار د پوهنې له مرکزي او ښاري مسئولينو سره هم وګوري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS