د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس اروزګان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۵۹
uityi

د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني د یاد وزارت له متخصصینو او تخنیکي ټیم سره په ګډه، د اروزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو اړوند د ۲۲۲ تنو آمرینو لپاره د احصائیې او معلوماتو راټولولو په موخه سیمینار پرانیست.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس ګډون والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د دغه ولایت د پوهنې د احصائیې څانګې مسئولینو لپاره د یاد سیمینار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د احصائیوي برخي د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په تړاو یې د پوهنې ریاست د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه وکړه.

ورپسې د یاد وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس هم د سیمینار د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د دغه سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS