د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس په رسمي سفر کونړ ولایت ته ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۱
frg

د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس استاد حبیب الله خالد په مشرۍ د یاد وزارت رسمي پلاوی په یو رسمي سفر کونړ ولایت ته ورسېد. په پیل کې پلاوي د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره په کتنه کې د بېلابېلو پوهنیزو مسایلو په اړه تفصیلې خبرې وکړې. د پوهنې وزارت پلاوي د خپل سفر اساسي موخه، د پوهنې د بودیجې د مصرف ارزونه، د تدارکاتي پروژو، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د کار او املاکو په برخه کې د بیارغونې او ساختماني پروژو وضعیت له نږدې څېړل وبلل. له بلې خوا د کونړ پوهنې رئيس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال څرګنده کړه، چې دغه ناسته د پوهنې د کيفيت لاښه والي او د پوهنې په برخه کې د شته اداري او مالي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه او د پلاوي د سفر د موخو د تطبيق په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS