د ولایتونو پوهنې ریاستونو، خدماتي واحدونو د همغږۍ او روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۹:۵۸
dstrd
د پوهنې وزارت خدماتو ریاست له لوري، د یاد وزارت د ولایتونو پوهنې ریاستونو خدماتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پيل شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس استاد حبیب الله خالد سربېره، یو شمېر مرکزي رئیسانو، مسئولینو او کارکوونکو حضور درلود.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په اهمیت خبرې وکړې او له ګډون والو يې وغوښتل، تر څو د ياد ورکشاپ له علمي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ۳ ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به د خدماتو ریاست اړوند د ولایتونو ۱۰۵ تنو کارکوونکو ته، په معیاري ډول د پلان جوړونې، ارزونې، حسن سلوک، اداره، مدیریت، همغږۍ او په معیاري ‌ډول د راپور جوړولو په برخو کې روزنه ورکړل شي.
په پلان کې ده، چې د ورکشاپ په پای کې د کارکوونکو تر ارزونې وروسته هغوی ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS