د پوهنې وزارت سرپرست د نیمروز ولایت له والي سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۵۶
12

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د ښوونيز وضعیت په ارزونه او څارنه بوخت دی، نن د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل او د پوهنیز وضعیت پر محوریت په ځانګړې توګه د یاد ولایت د تعلیمي وضعیت په تړاو یې بحث او نظرونه تبادله کړل.

په دې کتنه کې د نیمروز والي د پوهنې وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه ولایت د پوهنیز وضعیت په اړه د وزارت مشرتابه ته معلومات ورکړل، د ښوونځیو او دیني مدارسو پر ستونزو یې د پوهنې وزارت له سرپرست سره خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې هم د خلکو لپاره دیني مدارس او ښوونځي جوړ کړي.

د دې ناستې په دوام د پوهنې وزارت سرپرست نیمروز ولایت ته د خپل سفر موخه، د یاد ولایت د پوهنیز وضعیت هر اړخیزه ارزونه یاده کړه او د نیمروز ولایت مشرتابه ته یې ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به د مدارسو او ښوونځیو شته ستونزې حل کړي.

نوموړي څرګنده کړه، په پام کې لري تر راتلونکي کال پورې په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د مدارسو او ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي، چې د پلان له مخې په لرو پرتو سیمو کې هم د دیني مدارسو او ښوونځيو جوړول شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

هرات ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په ګذرې او زیرکوه ولسوالیو کې د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو او ترمیم چارې پیل شوې.

یادې پروژې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ پلي کېږي چې ټولټال ۴ مېلیونه ۴۸۰ زره افغانۍ لګښت به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني روزنې ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار ښوونځیو د بدني روزنې اړوند ۳۰ تنو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار د استقلال عالي لېسې د کنفرانسونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۴۹
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- خوست

د خوست ولایت پوهنې ریاست او د یوې تعلیمي همکارې ادارې ترمنځ د دواړو خواوو د مسئولینو په حضور کې د همغږۍ غونډه وشوه.

- ننګرهار

هیواد ته د راستنېدونکو ماشومانو د نوم لیکنې پروسه. . .

BACK TO NEWS