د پوهنې وزارت سرپرست په ننګرهار ولایت کې د افغان – ترک ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۱
452

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یا ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد شریف حلیمي، په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال او مسئولینو په ملتیا د افغان – ترک ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیز چاپېریال د ارزونې پر مهال، د افغان-ترک ښوونځیو له مسئولینو او ښوونکو څخه د پوهنیزو آسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او له زده کوونکو یې وغوښتل چې په خپلو درسونو کې زیاتې هڅې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت سرپرست د ننګرهار له والي حاجي ملا محمد نعيم آخند سره هم د دغه ولايت د ښوونيز وضعيت په اړه خبرې وکړې.

د ننګرهار ولایت رهبري د پوهنې وزارت له پلانونو د ملاتړ ترڅنګ، د دغه وزارت د ښوونیزو پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې مشرتابه ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS