د ختیځو ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۱۴
12

- لغمان:
په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څه باندې ۵۰ تنو مدیرانو ته «د تدریس طریقه» تر عنوان لاندې ۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د ښوونځيو له مدیرانو وغوښتل، چې  له خپلو زده کړو مهارتونو څخه د هیواد بچیانو د لاغوره ښوونې او روزنې په برخه کې کار واخلي.

- ننګرهار:
د یو تن علم پروره شخصیت په مالي مرسته د ۲۴۰ زره افغانیو په لګښت، د ننګرهار عالي لېسې لپاره د صحي اوبو رسولو پروژه پرانیستل شوه.

- کونړ:
د پوهنې وزارت متخصصینو له خوا، د کونړ ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره «د روڼ راپور ورکولو» په نوم سیمینار پیل شو او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو آمرینو او ښوونکو لپاره ورکشاپ پیل شو

د دایکنډي ولایت کجران او کیتي ولسوالیو د ښوونځيو ښوونکو او آمرینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» په نوم د شپږ ورځني تعلیمي ورکشاپ پروګرام پیل شو.
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

د پوهنې محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست د مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان په مشرۍ پلاوي، کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمدفرید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت امر بالمعروف او نهی عن المنکر په تنفیذ کمېټه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد رياست مسٸولينو لخوا د مرکزي هستې ټولو. . .

BACK TO NEWS