د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د ارزونې ټېمونو د هېواد ۱۰ ګرمو سیمو او ولایتونو ته رسمي سفرونه پیل کړل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۰:۵۴
25

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د ارزونې ټېمونه چې په تشکیل کې یې د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ریاست متخصصین او کارپوهان هم شامل دي، د اصول صنفي ټولګیو د ښوونیزې کچې ارزونې په موخه، د هېواد لسو ګرمو سیمو او ولایتونو ته خپل سفرونه پیل کړل.
د مهالوېش سره سم، پلان شوې ده چې پورته ذکر شوي ټېمونه، به د یادو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ۳۰ تنه زده کونکي د ریاضي او لوستلو په برخه کې وارزوي.
هېره دې نه وي، چې د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د همدې ارزونو له پروسې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په ​​خپله وینا کې د اصول صنفي زده کونکو ارزونه د دوی د زده کړې کیفیت لاښه کولو په برخه کې اغېزمنه وګڼله او د پورته ذکر شویو ټېمونو له غړو څخه یې وغوښتل، چې خپلې ارزونې په دقت او معیاري ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري، نورستان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد مطمئن او یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د ځینو ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

- خوست:
د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې شوراګانو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز سیمینار دایر شو او ټاکل شوې ده، چې ۲ نورې ورځې هم دوام وکړي.

۰ غزني:
د یو مرسته کوونکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۱۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- هرات :
د هرات ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو علمي غړو لپاره د هغوی د وړتیا لوړولو او عامه پوهاوي په موخه، درې ورځنی سیمینار پرانیستل شو.

- سرپل:
د سرپل ولایت پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS